د «ځمکې ساعت» په مناسبت د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) د افغانستان له خلکو غوښتي چې د وري پر ۴مه د شپې له ۸:۳۰ څخه د یو ساعت لپاره د خپلو کورونو څراغونه مړه کړي.
یوناما شنبه د وري پر ۴مه په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي چې دا نړۍوال اقدام کولای شي له اقلیمي بدلون سره په مبارزه کې لوی توپیر رامنځته کړي.
د ځمکې ساعت د طبیعت نړۍوال صندوق (WWF) او شریکانو له لوري یې په ۲۰۰۷ کال کې رامنځته شو او اوس له ۱۸۰ زیاتو هېوادونو کې ترسره کېږي.
په دې کلنۍ پېښه کې له کورنیو او کسبګرو غوښتنه کېږي چې د یو ساعت لپاره غیر ضروري څراغونه مړه کړي.
د دې نړۍوال اقدام موخه د اقلیمي بدلون او د انرژۍ په هکله د پوهاوي لوړول دي.
اړوندې لیکنې :
- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: واشنګټن د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب لپاره له طالبانو سره تعامل کوي
- یوناما له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو پیاوړتیا اړینه ګڼلې
- د هرات امنیتي غونډه د دننه لپاره داستان جوړول یا د بهر لپاره د حل وړاندیز کول؟
- د چمن پولیسو د چمن پرلت وهونکو پر کورونو چاپې وهلې
- په کندهار او زابل کې د کورونو د چتونو لوېدو پېښو کې دوه ماشومان مړه شوي
- په کندهار کې د سختو بارانونو ورېدو او د کورونو چتونو د نړېدو له کبله دوه ماشومان مړه شوي