روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۳
: 1

د پروان په فضا کې د بې‌پیلوټه الوتکې ګزمه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په پروان ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د بې‌پیلوټه الوتکی د ګزمې خبر ورکوي.ورځپاڼې ته منلې چې دغه الوتکه چهارشنبه د وري پر ۲۹مه د پروان په فضا کې لیدل شوې ده.تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه الوتکه له کوم هېواده د افغانستان هوايي حریم ته دننه شوې ده.

په پروان ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د بې‌پیلوټه الوتکی د ګزمې خبر ورکوي.

ورځپاڼې ته منلې چې دغه الوتکه چهارشنبه د وري پر ۲۹مه د پروان په فضا کې لیدل شوې ده.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه الوتکه له کوم هېواده د افغانستان هوايي حریم ته دننه شوې ده.

په دې وروستیو کې نیمروز، کندهار، پکتیکا، پنجشېر، هرات او بدخشان ولایتونه د بې‌پیلوټه الوتکو د ګزمې شاهدان دي.

تر دې دمخه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نيمروز او کندهار په فضا کې د بې‌پيلوټه الوتکو ګزمې منلې وې.

د طالبانو غایب مشر ملا هیبت‌الله اخوندزاده د وري پر ۱۴مه په کندهار د بې‌پيلوټه الوتکو د ګزمو د وېرې له کبله د ۲۰۵ قول اردو اړوند کمپ ته لېږدول شوی و.

تر دې دمخه د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي ادعا کړې وه چې طالبانو د امریکا له استخباراتي قراردادیانو سره همکاري کوي او په کندهار کې یې د امریکايي بې‌پیلوټه الوتکو د الوتنې لپاره یوه اډه جوړه کړې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x