روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۴۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۴۱
: 2

د هنيه شهادت؛  اسماعیلي چې د فلسطین د جګړې لپاره قرباني شو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په نهمه د القاعدې سازمان په امر دوه تنه عرب ترهګر د یوه خبریال د فرخارپه نوم  تخار ته راغلل او شهید احمدشاه مسعود یې وواژه. شهید احمدشاه مسعود په هغه وخت کې د طالبانو پر ضد د مقاومت د جبهې مشر، د دفاع وزیر او د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال او د طالبانو له خوا د هیواد د فتحې په لاره کې اصلي خنډ و.اسامه بن لادن، د القاعدې مشر، چې په هغه وخت ، په افغانستان کې ژوند کاوه، طالبانو ته ژمنه کړې وه چې دوی به شهید احمد شاه مسعود ووژني، او په دې توګه به د مقاومت د ماتې او د طالبانو له خوا د ټول هېواد د نیولو لپاره لاره هواره کړي.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په نهمه د القاعدې سازمان په امر دوه تنه عرب ترهګر د یوه خبریال د فرخارپه نوم  تخار ته راغلل او شهید احمدشاه مسعود یې وواژه.

شهید احمدشاه مسعود په هغه وخت کې د طالبانو پر ضد د مقاومت د جبهې مشر، د دفاع وزیر او د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال او د طالبانو له خوا د هیواد د فتحې په لاره کې اصلي خنډ و.

اسامه بن لادن، د القاعدې مشر، چې په هغه وخت ، په افغانستان کې ژوند کاوه، طالبانو ته ژمنه کړې وه چې دوی به شهید احمد شاه مسعود ووژني، او په دې توګه به د مقاومت د ماتې او د طالبانو له خوا د ټول هېواد د نیولو لپاره لاره هواره کړي.

د القاعدې مشرانو فکر کاوه چې د احمدشاه مسعود په شهادت سره به د مقاومت جبهه له ماتې سره مخ شي او قضیه به یې د تل لپاره وتړل شي.  خو د شهید احمدشاه مسعود وژنه نه یوازې دا چې د مقاومت د جبهې د ماتې لامل نه شو، بلکې د هغه د وینې په پایله کې د طالبانو حکومت ډېر ژر ړنګ شو او د مقاومت ځواکونه په بریالیتوب سره کابل ته ننوتل.

 

نن سهار مې واورېدل چې د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه په تهران کې د صهیونیسټانو لخوا ووژل شو.  شهید هنیه د ایران د منتخب ولسمشر د لوړې په مراسمو کښې د ګډون لپاره دغه هیواد ته راغلی وو.  د رسنیو د راپورونو له مخې نوموړی نن ماسپښین ۲ نیمې بجې په خپل کور کې له هوا څخه د توغندي په وسیله وویشتل شو او په شهادت ورسید.

 

 

حماس په یوه بیانیه کښې صهیونیسټ رژیم د اسرائیلو د دغه حملې مسئول بللی او ویلي یې دي چې دغه بزدلانه عمل به بې ځوابه پرې نه ږدي.

 

 

کله چې ما په رسنیو کې د اسماعیل هنیه د شهادت او وژنې خبر لوستل، ما د شهید احمد شاه مسعود د شهادت د ورځو یادونه، یاده کړه.

حماس په فلسطین کې د اسرائیلو پر ضد د مقاومت له مهمو ډلو څخه دی.  دغه غورځنګ څو میاشتې مخکې د صهیونیسټانو پر ضد تر ټولو ستر پوځي عملیات چې د «الاقصی طوفان» په نوم یادیږي، پیل کړل.  همدا اوس دغه غورځنګ په غزه کښې دصهیونیسټ رژیم له تیریګرو عسکرو سره په جنګ کښې دی .

 

کله چې صهیونیسټانو پر غزې برید وکړ، دوی د ځان لپاره دوه هدفونه وټاکه: د یرغمل نیوونکو خلاصون او دوهم د حماس بشپړ ویجاړول.  که څه هم دوی د امریکا او انګلستان ملاتړ لري، خو د څو میاشتو جګړو په ترڅ کې خپلو موخو ته نه دي رسیدلي.

.

نتانیاهو په دې وروستیو کې امریکا ته سفر کړی دی. ښایی په دې سفر کې امریکایانو هغه ته د هنیه د وژنې لپاره شنه رڼا ورکړه. ښایی صهیونیسټ رژیم فکر کوي چې د اسماعیل په وژنه سره به په فلسطین کې د مقاومت دروازه وتړل شي او نیواکګر به وکولای شی خپلو موخو ته ورسیږي، خو په ورته ډول، د القاعدې د وړاندوینو پر خلاف، د شهید احمد شاه مسعود وژنه، په افغانستان کې د مقاومت د بریا لامل شوه، د شهید اسماعیل هنیه د وینې له امله، که خدای وغواړی، د فلسطین د خلکو مقاومت به هم بریالی شي او د اسراییلو جعلي رژیم به د ځمکې له جغرافیې او نقشې څخه له منځه یوړل شي.

 

اوسمهال په سیمه کې د صهیونیسټ ضد مقاومت د پخوا په پرتله ډیر پیاوړی دی.  په فلسطین کې حماس او اسلامي جهاد، په لبنان کې حزب الله، یمنیان او په عراق کې ډلې ټول د اسراییلو د له منځه وړلو لپاره په ګډه کار کوي.

 

که څه هم د اسماعیل هنیه له لاسه ورکولو سره د مقاومت غورځنګ خپل یو ستر مشر له لاسه ورکړی، خو د مقاومت انګیزه یې له لاسه نه ده ورکړې.  د دغو حرکتونو هدف سپیڅلی دی او دوی به خامخا په کې بریالي کیږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x