روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۰۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۰۱

د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو رژیم ځپونکی بللی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترېش، هغه څه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې پېښېږي د د معاصر تاریخ له ځینو ځپوونکو رژیمونو سره پرتله کړي دي.ګوترېش دا موضوع یک‌شنبه د تلې پر ۸مه، اېکس ټولنیزه پاڼه کې د خپاره کړي پیغام له لارې مطرح کړې ده.

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترېش، هغه څه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې پېښېږي د د معاصر تاریخ له ځینو ځپوونکو رژیمونو سره پرتله کړي دي.

ګوترېش دا موضوع یک‌شنبه د تلې پر ۸مه، اېکس ټولنیزه پاڼه کې د خپاره کړي پیغام له لارې مطرح کړې ده.

هغه زیاته کړې: «هغه څه چې په افغانستان کې پېښېږي، کولای شو په معاصر تاریخ کې یې له ځینو ځپوونکو رژیمونو سره پرتله کړو.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د هغې پرېکړې چې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو لګېدلي محدودیتونه لېرې کوي، ملاتړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو نوموړي چارواکي یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې سملاسي دا بندیزونه لېرې کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره اوونۍ د جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ په ګډون څلورو هېوادونو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د «جنسیتي تبعیض» له کبله د هاګ په نړیواله محکمه کې د دغې ډلې پر ضد شکایت ثبتوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x