سیمهییزې سرچينې په غزني ښار کې د يو شمېر ريکشاچلوونکو د کاري اعتصاب خبر ورکوي.
سرچینې رسنی ته منلې چې ریکشاچلوونکي سېشنبه د وري پر ۷مه په غزني ښار کې د طالبانو ځمکني ټرانسپورټ ریاست مخې ته راټول شوي او دا ډله یې پر باجاخیستنې تورنه کړې ده.
د لاريونکوونکو په خبره، طالبان په غزني ښار کې په ناقانونه توګه له دوى څخه په تمځایونو کې پيسې اخلي.
لاريونکوونکي وايي چې د پیسو نه ورکړې په صورت کې طالبان د فعالیت اجازه نه ورکوي.
د غزني ښار ریکشاچلوونکي وايي چې اقتصادي ستونزو ته په کتو، طالبانو ته د پیسو ورکړې وس نه لري.
تر دې دمخه هم یو شمېر خلکو طالبان په ناقانونه توګه پر ځورونې او باجاخیستنې تورن کړي وو.
په وروستۍ پیښه کې، د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو د طالبانو له لوري د دوی د «ځمکو غصب» له کبله له دغې ډلې سره نښته وکړه.
اړوندې لیکنې :
- د پخوانیو امنیتي ځواکونو ماشومان؛ د طالبانو د غچ اخیستنه او تاوتریخوالي قربانیان
- په غزني کې یو سیمهییز خبریال له ۱۲ ورځو راهیسې د طالبانو په زندان کې دی
- طالبانو په غزني او لوګر کې څلور کسان په دُرو وهلي
- په غزني کې د طالبانو له لوري د دوو کسانو قصاص؛ یوناما: د اعدام له سزا سره مخالف یو
- په طالباني رژیم کې پراخ فساد او بډېاخیستنه؛ ولس ترې ستړی شوی
- په غزني کې د سړې هوا له کبله یو طالب مړ شوی دی