روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۳

د طالبانو ادعا: د افغانانو استازي یو

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، که د چا خوښه وي یا نه وي، طالبان «د افغانستان او افغانانو استازي» دي.

مجاهد چهارشنبه د کب پر ۲مه د طالبانو تر واک لاندې له ملي راډیو ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې امریکا دې له «تېره زده‌کړه» وکړي او خپلې «تېروتنې» دې نه تکراروي.

نوموړي زیاته کړې: «که دا څوک خوښوي یا نه، دا یو واقعیت دی او باید ومنل شي.»

بلخوا، نوموړي ویلي: «امریکا په افغانستان کې یو ځل د خپلو لاسوهنو مزه څکلې او پاېله یې هم په تېرو ۲۰ کالو کې ترلاسه کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټيو مېلر د دوحې په غونډه کې د طالب استازي نه ګډون ته په اشارې ویلي چې طالبان د افغانستان د راتلونکي یوازیني لوبغاړي نه دي.

نوموړي زیاته کړه: «نه شم کولای ووایم دا چې طالبانو په هغې غونډې کې له ګډونه ډډه کړې چې د نړیوالې ټولنې پراخه استازولي یې کوله، ډېر حیران شوم. طالبان یوازیني افغانان نه دي چې د افغانستان په راتلونکي کې ونډه لري.»

د یادونې وړ ده چې تېره یکشنبه او دوشنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان لپاره د ۲۷ هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون یوه غونډه جوړه شوې وه.

دې غونډه کې طالبانو له ګډونه ډډه وکړه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x