روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۰۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۷-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۰:۰۹
: 2

د ریښتر په کچه پنځه درجې زلزلې د هېواد ځيني سیمې لړزولې دي

د امریکا د زلزلې پېژندنې ادارې ویلي چې په کابل او د هېواد په ځينو نورو سیمو کې د ریښتر په کچه پنځه درجې زلزله شوې ده.

دغې زلزلې چهارشنبه د کب پر ۲۳مه د شپې شاوخو ۷:۵۴ دقیقې کابل او ځيني ولایتونو لړزولي دي.

د دغې زلزلې ژوروالی د ځمکې په ۴۴ کیلومترۍ کې اټکل شوی دی.

د زلزلې مرکز د تخار فرخار ولسوالۍ ښودل شوې ده.

د دغې زلزلې ټکانونه د پاکستان، تاجکستان او ازبکستان په ځينو سیمو کې هم احساس شوي دي.

تر دې دمه د دې زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو په اړه جزییات نه شته.

د تېرې میاشتې په وروستیو کې هم د ریښتر په کچه پنځه درجې زلزلې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ځينې سیمې لړزولې وې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x