تېره شپه شاوخوا د خېبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ اړوند د درابان په سیمه کې وسله والو د پولیسو پر یوې پوستې بریدونه کړي دي.
د ځايي سرچینو په وینا؛ په دغه برید کې د یو پولیس په ګډون یو تن ولسي وګړی وژل شوي او دوه پولیس سرتېري ټپیان شوي دي. لا تر اوسه پورې هېڅ کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
همدا راز په شمالي وزیرستان کې نامعلومه موټرسایکل سپرو وسله والو د طارق په نوم یو ځوان په ډزو وژلی او له سیمې تښتیدلي دي.
د خېبر پښتونخوا د ولایتي شورا پخواني غړي د دغې پېښې په تائید سره ویلي چې په شمالي وزیرستان کې ځايي خلک له دغه ډول بریدونو تر پوزې راغلي.
هغه زیاتوي: «هره ورځ وزیرستان کې بې ګناه خلک وژل کېږي؛ خو وینه یې هېڅ چا ته ارزښت نه لري. دا ظلمونه به اخر تر کومې وي؟»
ورته مهال په خېبر پښتونخوا کې د نا امنیو په دوام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم په دغه سیمه کې د نا امنۍ د خپریدو په تړاو څرګندونې کړي.
خلیلزاد هغه راپورونو ته چې ګوندې په باجوړ کې پاکستاني طالبانو د پوځ یوه پوسته نیولې په اشارې سره وایي: « که رښتیا ټي ټي پي د پوځ پوسته نیولې وي؛ نو دا د پکتیکا د وروستي هوایي برید غچ کیدلای شي.»
په دې وروستیو کې د پاکستان دننه یو شمېر پښتنو سیاستوالو اندېښنه ښوولې چې په خېبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت ترینګلی شوی او پاکستاني طالبانو په دغه ایالت کې یو شمېر سیمې هم نیولي دي.
اړوندې لیکنې :
- وسله والو د پښتونخوا په لکي مروت کې ۱۶ کارګر تښتولي او د دوی موټر یې سوځولی دی
- ټيټيپي: یوې بلې وسلهوالې ډلې هم ورسره بیعت کړی او له دوی سره یو ځای شوه
- د پاکستان پولیسو مولانا فضل الرحمان ته پر هغه د برید په اړه خبرداری ورکړی دی
- پاکستان کې پر یوه مسافر وړونکي بس برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
- د چمن پرلت وهونکي: پولیسو پر پرلت وهونکو برید کړی او دوه کسان يې ټپیان کړي