روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۵۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۷-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۷-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۵۱
: 1

د تېر حکومت یو شمېر واليانو له امیرخان متقي سره ولیدل

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د تېر حکومت يو شمېر واليانو د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير اميرخان متقي سره لیدلي او د هېواد له روان وضعيت یې رضایت ښودلی دی.

د تېر حکومت يو شمېر واليانو د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير اميرخان متقي سره لیدلي او د هېواد له روان وضعيت یې رضایت ښودلی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال احمد ضياء حافظ، سې‌شنبه د چنګاښ پر ۲۶مه په خپله اېکس‌پاڼه کې ليکلي چې دې واليانو له طالبانو سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

امیرخان متقي په دې ناسته کې بهرمېشتو پخوانیو افغان چارواکو ته بلنه ورکړې چې هېواد ته راستانه شي.

تر دې مخکې هم د تېر حکومت یو شمېر پوځي څېرو د طالبانو له دفاع وزیر سره لیدلي وو او د همکارۍ ژمنه یې کړې وه.

طالبان په داسې حال کې د تېر حکومت چارواکو ته بلنه ورکوي چې دا ډله د جمهوري نظام د پوځیانو او شخصیتونو په نیولو او شکنجې تورنه ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x