روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۵۵

د بخښنې نړۍوال سازمان له طالبانو څخه د نجونو زده‌کړو د دوو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

د بخښنې نړۍوال سازمان د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق ته په یوه پرانیستي لیک کې د دې ډلې له زندانه د نجونو د زده‌کړو حقونو د دوو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د دغه سازمان په هغه لیک کې چې د جمعې ورځ، سلواغې پر ۱۳مه خپره شوی راغلي چې احمدفهیم عظیمي او صدیق‌الله افغان د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۱۷مه د کابل ښار د کارته چهار سیمه کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوي دي.

د بخښنې نړۍوال سازمان په وینا، دغو دوو د پوهنې د حقونو فعالانو له «فکر بهتر» بنسټ سره کار کاوه.

د دغه لیک پر بنسټ، احمدفهیم او صدیق‌الله د ډېسمبر پر ۲۷مه د طالبانو د محکمې له لوري محاکمه او د پلچرخي زندان ته ولېږدول شول.

د بخښنې نړۍوال سازمان زياته کړې چې له دغو دوو کسانو سره د طالبانو چلند د بيان د ازادۍ، د سوله‌ييزو غونډو او يوې عادلانه محکمې ته د لاسرسي له حقه چې د نړۍوالو قوانينو له لوري تضمين شوى، ښکاره سرغړونه ده.

د یاد سازمان په وینا، دغو دوو کسانو د طالبانو د ۴۰ استخباراتو د ریاست په زندان کې ۷۲ ورځې تېرې کړې دي.

دغه سازمان د ښځو او نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه هم کړې ده.

تر دې وړاندې د افغان نجونو د روباټ جوړونې ټیم مشرې رویا محبوب ویلي وو چې طالبانو د دغه ټیم د «DCF» څانګې غړی عظیمي او یو شمېر نور همکاران د «لاریونونو تنظیم او د روباټ جوړونې ټیم له نجونو سره د مرستې» په تور نیولي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x