روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۳۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۳۵

د امریکا نوې تګلاره؛ واشنګټن د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د قونسلګري خدمتونو بیاپیل ته لېوال دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نوي خپاره شوي سند پر بنسټ، دغه هېواد غواړي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خپلو قونسلګريو د بیاپرانیستلو په اړه د احتیاط پام کې نیولو سره څېړنې ترسره کړي.

د امریکا غږ فارسي برخې د جمعې ورځ، سلواغې پر ۱۲مه د دغه سند په حواله راپور ورکړی چې واشنګټن په دې غور کوي چې څنګه په افغانستان کې د طالبانو د رسمي پیژندنې پرته خپل قونسلګري خدمات بیا پیل کړي.

دغې رسنۍ لیکلي چې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوې تګلاره د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې تصویب شوه او په هغې کې د قونسلګرۍ خدماتو ته د لاسرسي د ملاتړ ترڅنګ د دوه اړخیزو اړیکو پر اړتیا ټینګار شوی دی.

یادې رسنۍ د خپل راپور په دوام کې ویلي چې د امریکا په نوې تګلاره کې له «ترهګرۍ سره مبارزه، اقتصادي مرستې، په افغانستان کې دننه امریکايي وګړو ته د سیمه‌ییزو اړیکو او قونسلګرۍ خدمات او له هغو افغانانو سره مرسته کول شامل دي چې امریکا ته د کډوالۍ اراده لري.»

په ورته مهال دغه سند د طالبانو پر وړاندې د امریکا په تګلاره کې چې امنیتي، سیاسي او اقتصادي موخې لري، د احتمالي بدلون نښه کېدای شي.

دا لومړی ځل دی چې امریکا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د اړیکو لپاره پر داسې تګلارز غور کوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هېواد واک په خپل لاس کې واخیست او اوس چې دوه کاله تېرېږي، بېلابېلو هېوادونو که څه هم له طالبانو سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې جاري ساتلې؛ خو دغه ډله یې په رسمیت نه ده پېژندلې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x