روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۰۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۰۳

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان خلکو ملاتړ ته دوام ورکوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو میلر د افغانستان له خلکو سره د امریکا د بشري مرستو د دوام خبر ورکری دی.

میلر دوشنبه، د کب پر ۱۴مه په یوې خبري ناسته کې ویلي چې واشنګټن لا هم افغانستان ته د مرستو تر ټولو لوی وړاندې کونکی هېواد دی.

د ده په ​​خبره، د دې مرستو دوام د افغانستان د «ستر اقتصاد» اړوند مسايلو د حل يوه لاره ده.

میلر زیاته کړې: «یو له هغو لارو څخه چې موږ یې ترسره کولو ته دوام ورکوو، سترو بنسټیزو اقتصادي مسلو ته رسېدنه ده چې د اوسني بشري غبرګون د اغیزمنېدو لپاره اړین ثبات چمتو کوي او د دا د ډېرو هغو مسلو په کموالي کې چې نن یې په افغانستان کې د بشري ناورین په توګه وینو، مرسته کوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې دغه هېواد د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راپدېخوا د افغانستان له خلکو سره څه باندې دوه میلیارډه ډالره مرسته کړې ده.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ او د مالي مرستو له کمېدو وروسته بې‌وزلي او لوږه زياته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د وروستیو معلوماتو پر بنسټ، د هېواد یو د درېیمې برخې وګړي د خوړو له کمښت سره مخ دي.

ورته مهال، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، دغه سازمان توانېدلی چې په افغانستان کې د بشري ناورین د پای ته رسېدو لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې درې سلنه ترلاسه کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x