روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۱۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۱۸
: 1

د افغانستان له کانونو زېرمې ډېره ګټه څوک اخلي؟

پایگاه خبری تحلیلی روایت : فارین پالیسي په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې په القاعده پورې تړلې ۱۴ ډلې د طالبانو د کانونو له عوایدو ګټه پورته کوي. دا ډلې دي: د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، په تاجکستان کې انصارالله، تحریک طالبان پاکستان، القاعده په عربي ټاپووزمه کې شاملې دي. په یمن کې القاعده، په عراق کې القاعده، په سوریه کې القاعده، د هند په نیمه وچه کې القاعده، په خلیج کې القاعده او په ختیځه افریقا کې الشباب. په راپور کې راغلي، د سرو زرو له کانونو د طالبانو میاشتنی عاید له ۲۵ میلیونو ډالرو ډېر دی، په داسې حال کې چې دا پیسې د دوی په رسمي بودیجه کې نه لیدل کېږي او په مستقیم ډول د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو او شخصي شبکو جیبونو ته ځي.

 

وروسته له دې، چې طالبانو  کې د افغانستان کنټرول تر لاسه کړ، له القاعده شبکې سره د دغې ډلې د اړیکو په اړه بحثونه زیات شول.

که څه هم طالبانو تل له القاعدې سره د دې ډلې د نږدېوالي ادعاوې رد کړې دي، خو په کابل کې د القاعده شبکې د مرستیال ایمن الظواهري وژل کېدل وښودله چې د طالبانو اړیکې له القاعده ډلې سره لا هم قوي دي.

فارین پالیسي په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې په القاعده پورې تړلې ۱۴ ډلې د طالبانو د کانونو له عوایدو ګټه پورته کوي.

دا ډلې دي: د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، په تاجکستان کې انصارالله، تحریک طالبان پاکستان، القاعده په عربي ټاپووزمه کې شاملې دي. په یمن کې القاعده، په عراق کې القاعده، په سوریه کې القاعده، د هند په نیمه وچه کې القاعده، په خلیج کې القاعده او په ختیځه افریقا کې الشباب.

په راپور کې راغلي، د سرو زرو له کانونو د طالبانو میاشتنی عاید له ۲۵ میلیونو ډالرو ډېر دی، په داسې حال کې چې دا پیسې د دوی په رسمي بودیجه کې نه لیدل کېږي او په مستقیم ډول د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو او شخصي شبکو جیبونو ته ځي.

 

د دغه راپور پر بنسټ، د طالبانو تر څارنې لاندې د القاعدې شبکې په بدخشان او تخار کې د سرو زرو د کانونو د ناقانونه استخراج لپاره لسګونه زره کارکوونکي استخدام کړي دي.

 

راپور زیاتوی چې دغه ارقام د دغو کانونو ۲۵ سلنه برخه د القاعدې له خوا چې د حقانې او د هبت الله اخندزاده ډلې له خوا دغې شبکې ته ورکول کېږی، ښیی.

د دغه راپور د موندنو له مخې، د ۲۰۲۲ کال له پيل راهیسې تر اوسه القاعده شبکې د دغو کانونو څخه ۱۹۴.۴ مېلیونه ډالر تر لاسه کړي دي.

 

له بلې خوا، د فارس پالیسي د دې راپور له مخې، طالبان د القاعدې شبکې غړو ته ښځې، پاسپورټونه او وسلې ورکوي او د «هیروینو امپراتورۍ» سره په ارتباط کې له هغوی سره همکاري کوي.

فارین پالیسي د یوه محرم ډیپلوماتیک راپور په حواله لیکلي چې طالبان د القاعدې قوماندانانو او فعالانو ته له وسلو نیولې تر ښځو، کور او پاسپورټونو پورې اسانتیاوې برابروي. راپور وايي چې طالبان له القاعدې سره مرسته کوي چې د “هیروینو امپراتورۍ” یوې پراخې شبکې ته لاسرسی ومومي.

 

فارین پالیسي همدا راز ټینګار کړی چې «القاعده د افغانستان طبیعي شتمني لوټ کوي او نړیوالې بشري مرستې غلا کوي.

دا راپور په لندن کې د یوه خصوصي شرکت لخوا چمتو شوی او فارن پالیسي په خپلواکه توګه د هغې موندنې تایید کړې. دا راپور په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ لیکل شوی او د القاعدې د جګپوړو فعالانو او د طالبانو په اداره کې د هغوی د رول نوملړ شامل دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په بې توپیره او غیر معیاري ډول د کانونو استخراج پیل کړی دی.

دا راپورونه ښيي چې د طالبانو اړیکې له القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره څومره ژورې او قوی دي. له هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، د دغې ډلې او القاعدې او نورو سخت دریځو ډلو ترمنځ د همکارۍ راپورونه ورکړل شوي دي.

د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا په افغانستان کې د القاعدې د اډو د زیاتوالي په اړه یو راپور خپور شو. په راپور کې راغلي چې القاعده په افغانستان کې اته نوي روزنیز کمپونه، پنځه دیني مدرسې، د وسلو یوه ډیپو او خوندي کورونه جوړ کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افراطي ډلو د فعالیتونو زیاتوالی ښيي چې دغه ډله نه شي کولای له خپلو پخوانیو همکارانو او همفکرو سره خپلې اړیکې پرې کړي. په افغانستان کې د افراطي ډلو د نه شتون په اړه له ګڼو ادعاوو سره سره، طالبان ونه توانېدل چې دا کار د سیمې د هېوادونو اندېښنې زیاتې کړي.

 

له بلې خوا د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو او روسیې کې د وروستیو ځانمرګو بریدونو پړه هم داعش خراسان ډلې بلل شوې چې د روزنې مرکزونه یې په افغانستان کې دي. دا پېښې په ډاګه کوي چې که نړۍ په افغانستان کې د روان وضعیت د مدیریت لپاره تصمیم ونه نیسي، نو ډېر ژر به په افغانستان کې دننه د ډېر خطرناک بحران شاهدان واوسو چې ډېر هېوادونه به اغېزمن کړي.

 

 

 

 

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x