روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۴۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۴۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز: د نور او بریا ټلوېزیونونو د فعالیتونو ځنډولو امر ناقانونه دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له خوا د نور او بریا ټلوېزیونونو د فعالیت ځنډول په هېواد کې د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف او د ازادو رسنیو د لا زیاتو محدودولو پر لور ګام ګڼلی دی.دې بنسټ چهارشنبه د وري پر ۲۹مه، د یوې اعلامیې په خپرېدو سره د طالبانو د دغه امر د لیرې کېدو او د دغو دوو رسنیو له «شرط او ځنډ پرته» د دروازو پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له خوا د نور او بریا ټلوېزیونونو د فعالیت ځنډول په هېواد کې د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف او د ازادو رسنیو د لا زیاتو محدودولو پر لور ګام ګڼلی دی.

دې بنسټ چهارشنبه د وري پر ۲۹مه، د یوې اعلامیې په خپرېدو سره د طالبانو د دغه امر د لیرې کېدو او د دغو دوو رسنیو له «شرط او ځنډ پرته» د دروازو پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون پرون په کابل کې د دغې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې له یوې ناستې وروسته د یادو دوو خصوصي ټلوېزیونونو د تړلو اعلان وکړ.

د طلوع نیوز رئیس او د دغه کمېسیون غړی ذبیح سادات ویلي چې دغو رسنیو څو وارې «اصول» تر پښو لاندې کړي وو او په وار وار ورته ویل شوي چې په خبره یې، د خبریالۍ اصولو ته پام وکړي.

د سادات په خبره، پرېکړه وشوه تر هغو چې په محکمه کې د دغو دوو رسنیو په اړه پرېکړه کېږي، دروازې دې یې وتړل شي.

نوموړي زیاته کړې چې بریا ټلویزیون ته یې هم له امریکا سره د طالبانو د اړیکو په هکله د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د وروستیو څرګندونو خپرېدو په هکله خبرداری ورکړی و.

ورته مهال د نور او بریا ټلوېزیونونو مسوولانو د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي چې د طالبانو له امر وروسته یې رسنۍ تړل شوې دي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز موندنې ښيي چې د طالبانو د رسنیزو سرغړونو د ارزونې کمېسیون د دې سربیره چې قانوني جوړښت یې نه دی رعایت شوی، تر ډېره د دغې ډلې د رژیم د رسنیو پالیسۍ د پلي کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي.

طالبانو په حزب اسلامي او جمعیت پورې اړوند دغه دوه رسنۍ په داسې حال کې وتړلې چې څه موده وړاندې د طالبانو د عدلیې وزیر په افغانستان کې د ګوندونو فعالیتونه ناقانونه اعلان کړي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x