روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۰۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۳-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۱:۰۰
: 2

حنفي: هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي چې د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او په خبره یې، له نورو هېوادونو هم غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

حنفي دا څرګندونې دوشنبه د وري پر ۱۳مه په بهرنیو چارو وزارت کې د روژه ماتي په میلمستیا کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او استازو ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې طالبان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د «ښو اړیکو» غوښتونکي دي او په خبره یې، غواړي چې افغانستان یو «اقتصاد محوره» هېواد وي.

حنفي د سیمې او له سیمې وراخوا هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په لویو پراختیايي پروژو کې پانګونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د څه باندې دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم هېڅ هېواد طالبان په رسمیت پېژندلي نه دي.

که څه هم د سیمې یو شمېر هېوادونه له طالبانو سره د تعامل لار نیولې؛ خو ویلي دي چې د دغې ډلې رژیم په رسمیت نه پېژني.

طالبانو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د ترلاسي لپاره هم هڅې کړې دي؛ خو تر اوسه بریالي شوي نه دي او دا څوکۍ لا هم د پخواني حکومت د ډيپلوماټ په واک کې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x