د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي چې ترکش ایرلاین (Turkis Airline) له شاوخوا درې کلونو ځنډ وروسته افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې دي.
د دغه ترکي شرکت د الوتنو د بیا پيل مراسم سېشنبه د غبرګولي پر لومړۍ نېټه د کابل په هوايي ډګر کې د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت مالي او اداري مرستیال صدیقالله عابد او په افغانستان کې د ترکیې د سفیر جنک اونال په حضور کې ترسره شول.
له دې وروسته به ترکش هره اوونۍ له کابله استانبول ته څلور الوتنې ترسره کوي.
د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت چارواکي وايي چې د دې هوايي شرکت د فعاليت په بيا پيلېدو سره به مسافرین په اسانۍ سره تګراتګ وکړي او د ترکیې او افغانستان ترمنځ د ټرانزیټي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا هم اړینه ده.
«ترکش ایرلاین» د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان ته خپلې الوتنې ځنډولې وې.
اړوندې لیکنې :
- په هرات کې یو کس خپلې دوه مېرمنې وژلې دي
- په فاریاب کې یو طالب جنګیالی د خپلې مېرمنې له خوا وژل شوی
- په سوېلي وزیرستان انګور اډه کې احتجاج کوونکو په دویمه ورځ خپلې غوښتنې وړاندې کړې
- د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د طالبانو د فشار له کبله خپلې چارې وځنډولې
- په کابل کې یو ځوان وژل شوی
- طالبانو په کابل کې یو خبریال نیولی