روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۴

بنفشه یعقوبي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورو مېرمنو نړۍوالې جایزې ګټونکې شوه

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پخوانۍ غړې بنفشه یعقوبي او ۱۱ نورې مېرمنې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د ۲۰۲۴ کال د «زړورې مېرمنې» جایزې ګټونکې شوې دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت جمعه، د مارچ پر لومړۍ نېټه اعلان کړی چې دا جایزه به د مارچ په څلورمه بنفشه یعقوبي ته ډالۍ شي.

د دغې اعلامیې پر بنسټ، یعقوبي له کلونو راهیسې د یوې مدافع وکیلې په توګه د هغو ښځو د حقونو دفاع کوي چې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

هغه چې په خپله هم پر سترګو کمزورې ده، په ۲۰۰۸ کال کې یې له خاوند سره په ګډه د «رهیاب سازمان» جوړ کړ څو په افغانستان کې په دید کمزورو خلکو ته د زده‌کړې او وړتیا ترلاسه کېدو زمینه برابره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، یعقوبي د بشري حقونو په کمېسیون کې د ړندو ماشومانو پر زده‌کړو هم تمرکز کاوه.

په اعلامیه کې راغلي چې د بشري حقونو دا فعاله اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي؛ خو لا هم د افغان معلولیت لرونکو وګړو لپاره نه ستړې کېدونکې مدافع وکیله ده.

د بهرنیو چارو وزارت د زړورو مېرمنو نړۍواله جایزه له ۲۰۱۶ کال راهیسې هغو مېرمنو ته ورکول کېږي چې د سولې، عدالت، بشري حقونو، جنسیتي برابرۍ او د مېرمنو او نجونو د پیاوړتیا په برخه کې یې بې ساري زړورتیا، ځواکمنتیا او رهبري ښودلې وي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x