هر ګړې د کابل په وخت : 10:57 am
ننې نیټه : 15-11-2025
تاریخ : 15-11-2025
ساعت : 10:57

ازبکستان په بلخ کې د شپږ مېلیونه ډالرو په لګښت لویه ديني مدرسه جوړوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د بلخ ولایت د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې د ازبکستان په مالي ملاتړ به په مزارشریف ښار کې د شپږ مېلیونه ډالرو په لګښت یوه ستره ديني مدرسه جوړه شي.د خبرپاڼې له مخې، دغه پروژه به په څلورو برخو کې عملي کېږي چې لومړۍ برخه یې اوس بشپړه شوې ده. د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یادې پروژې د کار څارنه کړې ده.د طالبانو د واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي او پر ځای یې د دیني مدرسو د جوړېدو لړۍ چټکه شوې ده.

د بلخ ولایت د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې د ازبکستان په مالي ملاتړ به په مزارشریف ښار کې د شپږ مېلیونه ډالرو په لګښت یوه ستره ديني مدرسه جوړه شي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه پروژه به په څلورو برخو کې عملي کېږي چې لومړۍ برخه یې اوس بشپړه شوې ده. د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یادې پروژې د کار څارنه کړې ده.

د طالبانو د واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي او پر ځای یې د دیني مدرسو د جوړېدو لړۍ چټکه شوې ده.

د پوهنې وزارت په وینا، یوازې په تېرو دریو کلونو کې شاوخوا ۲۳ زره مدرسې جوړې شوې چې له ۳۰۰ زرو ډېر زده‌کوونکي پکې شامل شوي دي.

شنونکي وایي، د ازبکستان ملاتړ له دې امله دی چې د منځنۍ اسیا د مذهبي افراطیت د خپرېدو وېره لري، خو په عین حال کې دا مدرسې د افراطي ډلو د روزنې لپاره یو مناسب چاپېریال بلل کېږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x