هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۳۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۳-۱۴۰۴
تاریخ : ۱۶-۰۳-۱۴۰۴
ساعت : ۰۸:۳۹

بدلون په لوګو کې؛ د افغانستان بیرغ او نوم لرې شول

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په هالنډ کې د افغانستان سفارت له خپلې رسمي ویب‌پاڼې او ټولنیزو شبکو څخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم او درې رنګه ملي بیرغ لرې کړي دي. سرچینې وايي، دا اقدام د سفیر اصف رحیمي له خوا په خپلواکه توګه شوی، سره له دې چې هالنډ لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

په هالنډ کې د افغانستان سفارت له خپلې رسمي ویب‌پاڼې او ټولنیزو شبکو څخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم او درې رنګه ملي بیرغ لرې کړي دي.
سرچینې وايي، دا اقدام د سفیر اصف رحیمي له خوا په خپلواکه توګه شوی، سره له دې چې هالنډ لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
اصف رحیمي، چې پخوا د اسلامي جمهوري افغانستان یو لوړپوړی چارواکی و، له طالبانو سره همکاري کوي او ویلي یې دي چې له بهرنیو چارو وزارت سره همغږي یو عادي دیپلوماتیک کار دی.
دا اقدام په داسې حال کې شوی، چې ډېر افغان سفارتونه لا هم د پخواني جمهوریت نښې او لوګو کاروي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x