روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۵۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۷-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۷-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۵۲
: 1

اوچا: په تېرو شپږو میاشتو کې ۳۰۰ افغانان د ماینونو او چاودېدونکو توکو قرباني شوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د روان زېږدیز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې لږ ترلږه ۳۰۰ افغانان د ماینونو او چاودېدونکو توکو قرباني شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د روان زېږدیز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې لږ ترلږه ۳۰۰ افغانان د ماینونو او چاودېدونکو توکو قرباني شوي.

دغه دفتر دوشنبه د زمري پر لومړۍ ویلي، چې ډېری قربانیان ماشومان وو او ۵۰ سلنه یې له وسلو سره د لوبې پر مهال وژل شوي دي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې هم ۸۹ سلنه قربانیان ماشومان وو.

د اوچا په وینا، له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې د وسلو پاتې شونو د ۴۵ زره کسانو ژوند اخیستی دی.

دفتر دغه راز خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۴ کال کې د ناچاودو توکو د پاکولو لپاره د مالي سرچینو نشتوالی د درې میلیونه او څلور سوه زره کسانو ژوند له خطر سره مخ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې په پروان ولایت کې د یوه ماین د چاودنې له امله درې تنه ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x