روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۱۰ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۱۰

اوچا: ملګرو ملتونو د هرات له زلزله ځپلو سره د ۳۷.۵ میلیون ډالرو مرسته ترلاسه کړې ده

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په هرات ولایت کې له خونړۍ زلزلې او د هغې له ټکانونو وروسته ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د هرات له زلزله ځپلو سره یې د مرستې له پاره تر اوسه پورې ۳۷،۵ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۸ مه) په خپل راپور کې زیاته کړې ده چې، د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې له پاره ۱۷۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې له دې شمیر څخه یې یوازې ۳۷،۵ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

په هرات ولایت کې له خونړۍ زلزلې او د هغې له ټکانونو وروسته ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د هرات له زلزله ځپلو سره یې د مرستې له پاره تر اوسه پورې ۳۷،۵ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۸ مه) په خپل راپور کې زیاته کړې ده چې، د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې له پاره ۱۷۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې له دې شمیر څخه یې یوازې ۳۷،۵ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه پورې په هرات ولايت کې د تلې ۱۵مې نیټې د زلزلې له امله له ۲۴۲ زره او ۴۰۰ کسانو سره مرسته شوې ده.

اوچا دغه راز په هرات کې د ټولو زيانمنو شويو سره د ستونزو د هواري له پاره د زياتو مرستو په ترلاسه کېدو ټینګار کوي او له اړوندو مرستندویه بنسټونو د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي.

په هرات کې د تلې ۱۵مې نېټې زلزلې او وروسته له هغې ټکانونو د دغه ولايت اوسېدونکو ته ډېر ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

له ویجاړونکې زلزلې وروسته د ژمي سړې هوا د زیانمنو کورنیو ستونزې څو برابره زیاتې کړې دي چې ډیری مرستندویه او نړیوالې ادارې په افغانستان کې د انساني ناورین رامنځته کېدو اندېښمن کړي دي.

د هرات ولایت یو شمیر اوسیدونکي، طالبان د مرستو په ناسم وېش او په هغو کې په درغلیو تورنوي او وایي چې دا ډله په خپله خوښه پر خلکو مرستې ویشي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x