روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۳۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۳۷

اوچا په افغانستان کې د روغتیايي مرستو لپاره د ۳۶۷ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د ۲۰۲۴ زیږديز کال لپاره په افغانستان کې د روغتیايي چوپړتیاوو د وړاندې کولو په موخه په روغتیا برخه کې د دغه سازمان شریکان ۳۶۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

اوچا پنجشنبه د سلواغې پر ۲۶مه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې روان زیږدیز کال کې ښايي ۱۷.۹ میلیونه افغانان روغتیايي چوپړتیاوو ته اړتیا ولري.

د اوچا په خبره، دا بودیجه به روغتیايي چوپړتیاوو ته د لاسرسي پر ښه کېدو، د ناروغیو د پراخېدو پر وړاندې د تیاري او غبرګون، رواني روغتیا او د رواني – ټولنیز ملاتړ چوپړتیاوو په ښه‌والي او د شدیدې خوارځواکۍ پر مدیریت ولګول شي.

د یادولو ده چې افغانان د نورو ناروغیو سربېره، له موسمي او ساري ناروغیو سره هم مخامخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوچا د روان میلادي کال په ترڅ کې په خپل نوي راپور کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د مرستې رسونې په بهیر کې د لاسوهنې ۱۳۷ پېښې ثبت کړې دي.

که څه هم اوچا په خپل دغه راپور کې د طالبانو نوم نه دی اخیستی؛ خو له دې وړاندې د مرستې رسونې په بهیر کې د سیمه‌ییزو طالب چارواکو د لاسوهنې په تړاو راپورونه خپاره شوې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x