د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې لاهم په هرات کې ۲۴ زره او ۸۰۰ زلزلهځپلې کورنې په خیمو او زیانمن شویو استوګنځیو کې ژوند کوي.
اوچا دوشنبه د وري پر ۲۰مه په اېکسپاڼه کې لیکلي چې په هرات کې شویو زلزلو ۴۰ زره کورونه ویجاړ کړي او ۲۷۵ زره کسانو بېړنیو مرستو ته اړتیا لرله.
د دغه بنسټ په خبره، زیانمن شوي کسان کورونو او استوګنځيو ته بېړنۍ اړتیا لري.
اوچا د دغو کورنیو څخه د بېړني ملاتړ غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې هغوی دې له پامه نه غورځول کېږي.
په هرات کې د تېر کال زلزلې د درنې انساني مرګ ژوبلې ترڅنګ سخت مالي او اقتصادي زيانونه هم واړول او له اوو مياشتو وروسته هم زيات شمېر کورنۍ د خپلو لومړنيو خوراکي اړتياوو پوره کولو او سرپناه جوړولو وس نه لري.
اړوندې لیکنې :
- اوچا: ملګرو ملتونو د هرات له زلزله ځپلو سره د ۳۷.۵ میلیون ډالرو مرسته ترلاسه کړې ده
- په تخار کې د ګازنیونې له کبله د یوې کورنۍ درېیو غړو ژوند بایللی
- د هرات زلزله ځپلو ته د نړیوالو او طالبانو مرستې کمې شوي
- ترکیې د یوې میاشتې په اوږدو څه باندې زر کډوال نیولي
- طالبانو په کابل کې د مخابراتي شرکتونو له فلټر او بندو شویو سایټونو څارنه کړې
- ملګرو ملتونو له پاکستانه ایستل شویو کډوالو ته ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړل