روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۱۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۱۱

«اوسي‌سي‌ارپي» راپور ته د رحمانیانو غبرګون: د سوداګرو په توګه د نړۍ په هر ځای کې د پانګونې حق لرو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په پخواني حکومت کې د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني او زوی یې اجمل رحماني د سازمان شویو جرمونو او فساد راپور ورکولو پروژې (او‌سي‌سي‌ار‌پي) راپور ته په غبرګون کې ویلي چې د سوداګرو په توګه د نړۍ په هر ګوټ کې د پانګونې حق لري.هغوی د دغه راپور په تړاو پنجشنبه د غويي پر ۲۷مه په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي، هغه څه چې د دغه څېړنیز بنسټ په راپور کې راغلي «دروغجن تورونه» دي.

په پخواني حکومت کې د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني او زوی یې اجمل رحماني د سازمان شویو جرمونو او فساد راپور ورکولو پروژې (او‌سي‌سي‌ار‌پي) راپور ته په غبرګون کې ویلي چې د سوداګرو په توګه د نړۍ په هر ګوټ کې د پانګونې حق لري.

هغوی د دغه راپور په تړاو پنجشنبه د غويي پر ۲۷مه په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي، هغه څه چې د دغه څېړنیز بنسټ په راپور کې راغلي «دروغجن تورونه» دي.

د اعلامیې په حواله، په راپور کې د دوی د پانګې په اړه راغلې شمېرې بې‌بنسټه او رښتینې نه دي.

پر رحمانیانو چې له دې وړاندې د امریکا خزانې وزارت هم بندیزونه لګولي، ویلي چې پانګه یې له نړیوالو بنسټونو سره د کار او مشروع لارې موندلې ده.

پلار او زوی زیاته کړې: «موږ د سوداګرو په توګه د نړۍ په هر ګوټ کې د پانګونې حق لرو.»

د یادونې ده چې د سازمان شویو جرمونو او فساد راپور ورکولو پروژې (او‌سي‌سي‌ار‌پي) د یوې څېړنې پاېلې ښيي چې د افغانستان په پخواني حکومت کې د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني او زوی یې اجمل رحماني د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې څه باندې ۱۵.۲ میلیونه امریکایي ډالر د املاکو په پېرلو لګولي دي.

دا رسوايي داسې مهال شوې چې د امریکا خزانې وزارت څو میاشتې مخکې ویلي و، چې په مخکني حکومت کې د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني او د هغه پر زوی اجمل رحماني یې د «پراخ مالي فساد» د تور له کبله بندیزونه لګولي دي.

نوموړي وزارت ویلي و چې رحمانیانو به د خپلو شرکتونو له لاري د مالي فساد پيچلې طرحې کارولې او د افغانستان د پخواني پوځ د قراردادونو له لارې چې امریکا یې ملاتړ کاوه، میلیونونه ډالر اختلاس کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x