روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۰۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۳-۰۸-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۳-۰۸-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۰۵

امریکا له اوکراین سره ۴۲۵ میلیونه ډالره نوې مرسته وکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د امریکا د دفاع وزارت له اوکراین سره د ۴۲۵ میلیونو ډالرو نوې پوځي مرستې خبر ورکړی دی.دغه وزارت جمعه د نوامبر پر لومړۍ نېټه په یو خپاره کړي بیان کې ويلي چې دا نوې کڅوړه به د امريکا له پوځي زېرمو ترسره شي.

د امریکا د دفاع وزارت له اوکراین سره د ۴۲۵ میلیونو ډالرو نوې پوځي مرستې خبر ورکړی دی.

دغه وزارت جمعه د نوامبر پر لومړۍ نېټه په یو خپاره کړي بیان کې ويلي چې دا نوې کڅوړه به د امريکا له پوځي زېرمو ترسره شي.

د بیان پر بنسټ، په دې پوځي مرستو کې له ځمکې څخه هوا ته د توغندیو د پرمختللو شبکو لپاره هوايي دفاع، له لوړ تحرک سره او ۱۵۵ ملي مټره د توپ‌خانې توغندیزو شبکو لپاره مهمات، زغره‌وال موټرونه او د ټانک ضد وسلې شاملې دي.

د اسوشیېټډپرېس د راپور له مخې، تېره اوونۍ د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټين کیف ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې واشنګټن به ډېر ژر له اوکراین سره نورې مرستې هم وکړي.

د معلوماتو پر بنسټ، دا مرستې روسیې ته د شمالي کوریا د لږ تر لږه ۱۰ زره سرتېرو د لېږلو په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته کېږي.

د یادونې ده چې د اوکراین ختیځې سیمې په ځانګړې توګه خارکیف د روسیې له توغندیزو بریدونو سره مخامخ دي.

خارکیف شاوخوا ۱.۱ میلیونه نفوس لري او له روسیې سره په ۳۰ کیلومټره واټن کې پروت دی.

د امریکا د مرستې دې نوې کڅوړې، د ۲۰۲۲ له فبرورۍ څخه اوکراین ته د پوځي مرستو ټولیزه کچه ۶۰.۴ میلیونه ډالرو ته ورسوله.

له دې مخکې د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف ویلي و چې د روسیې د برید له پېل راهیسې امریکا له کیف سره څه باندې ۶۴ میلیارذه ډالره پوځي مرسته کړې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x