د افغانستان لپاره د امریکا پخوانۍ سفیر مرستیاله اني هایمر وايي، که طالبان د خپلو وسلهوالو د تمویل او شخصي زندانونو د ساتلو وس لري، نو کولی شي د خلکو لپاره د خوړو او روغتونونو لګښت هم برابر کړي.
هغې ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره امریکايي مرستې صفر شوې، خو نړیوال بانک او ملګري ملتونه باید دغه تشه ډکه کړي.
مېرمن هایمر په یوه انلاین کنفرانس کې زیاته کړه، چې د نادولتي ټولنو له لارې مرستې ګټورې دي، خو باید شفافیت تضمین شي او ښځو ته د ښځو له لارې بشري مرستې ورسېږي.
هغې وویل، د امریکا کانګرس د بشري مرستو د دوام لپاره هڅې وکړې، خو بریالۍ نه شوې.
اړوندې لیکنې :
- د ناامنۍ د نوي فصل پیل؛ د طالبانو له سترې ادعا څخه د نړیوال امنیت په برابرولو کې ناکامي
- د هرات امنیتي غونډه د دننه لپاره داستان جوړول یا د بهر لپاره د حل وړاندیز کول؟
- طالبان او د افغانستان د خلکو استثمار
- طالبان په فراه کې د ښځو لپاره د بشري مرستو او پروژو مخنیوی کوي
- پرستو حکیم: نړۍ دې د طالبانو پر ځای د افغانستان له خلکو سره تعامل وکړي
- انټونیو ګوټریش: کډوالي خلکو ته ښه فرصتونه ورکوي خو کمزوری مدیریت يې د ناورین لامل کیږي