هر ګړې د کابل په وخت : 12:45 am
ننې نیټه : 28-09-2025
تاریخ : 28-09-2025
ساعت : 00:45

حقاني: په افغانستان کې اسلامي نظام د ټولې اسلامي نړۍ غوښتنه ده

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د سې‌شنبې په ورځ د بنګله دېش د عالمانو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې داسې اسلامي نظام جوړ شوی چې اوس ټوله اسلامي نړۍ یې په خپلو هېوادونو کې د تطبیق غوښتنه لري.هغه زیاته کړه چې دا نظام د ډېرو کلونو جګړو او افغانانو د قربانیو پایله ده.

د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د سې‌شنبې په ورځ د بنګله دېش د عالمانو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل چې په افغانستان کې داسې اسلامي نظام جوړ شوی چې اوس ټوله اسلامي نړۍ یې په خپلو هېوادونو کې د تطبیق غوښتنه لري.

هغه زیاته کړه چې دا نظام د ډېرو کلونو جګړو او افغانانو د قربانیو پایله ده.

سره له دې چې ډېری اسلامي هېوادونو له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازه ورکړي، خو په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته نه ځي او ښځې هم د کار اجازه نه لري.

عبدالحکیم حقاني وویل چې د اسلامي نظام له مهمو موخو څخه د عدل رامنځته کول دي، او د طالبانو محکمې یوازې د ښځو د ځپنې لپاره نه دي جوړې شوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x