روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۹

اروپايي ټولنې د طالبانو له لوري د تورنو کسانو اعدامول غندلي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون د طالبانو له لوري په عام محضر کې د تورنو کسانو اعدامول غندلي دي.

نوموړي شنبه د کب پر ۱۲مه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو له دې کړنې سره مخالف دی.

هغه زیاته کړې چې د مدني او سیاسي حقوقو د نړیوال میثاق د شپږمې او اوومې مادې له مخې، په عام محضر کې اعدام د نړیوالو قوانینو له حقوقو سره برابر نه دي؛ ځکه دا سپکوونکي او د انساني کرامت خلاف ګڼل کېږي.

نوموړي ویلي: «اروپايي ټولنه په هر وخت او هر ډول شرایطو کې د اعدام له سزا سره مخالفه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېرو څو ورځو کې په غزني او جوزجان کې درې کسان په عام محضر کې اعدام کړل.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ هم له طالبانو غوښتي چې په سملاسي ډول د اعدام په ګډون هر ډول بدني سزاوې ودروي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x