روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۰۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۰۸

په کندهار او زابل کې د کورونو د چتونو لوېدو پېښو کې دوه ماشومان مړه شوي

په کندهار او زابل کې سرچینې وايي چې په دغو ولایتونو کې د ورښتونو له کبله د کورونو چتونه لوېدلي دي.

په دغو ولایتونو کې نن یکشنبه د کب پر ۲۰مه د سختو ورښتنو له کبله د کورونو چتونه لويدلي چې له کبله یې دوو ماشومانو ژوند بایللی دی،

په کندهار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشید ویلي چې نن غرمه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د لسمې حوزې په اړوند سیمه کې د یو کور چت لوېدلی چې له کبله یې یوه وړه نجلۍ مړه شوې ده.

ورته مهال په زابل کې هم ځايي سرچینو ویلي چې د دغه ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې د ورښتونو له کبله د یو کور چت لوېدلی دی.

د سرچینو په خبره، په دې پېښه کې یو اووه کلن ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درنه واوره او شدید بارانونه شوي دي چې له کبله یې یو شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونونه اړولي دي.

پرون د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او بارانونو د ورښت خبرداری ورکړی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x