روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۳۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۷-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۷-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۰۱:۳۴
: 2

په کابل کې د کور په کور پلټنې دوام؛ له طالبانو سره ښځینه پولیس نشته

پایگاه خبری تحلیلی روایت : سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې د کابل په ځينو سیمو کې د طالبانو له خوا د «ښځینه پولیسو له حضور پرته» کور په کور پلټنه روانه ده.سیمه‌ییزو سرچینو وایې چې طالبانو کور په کور پلټنه دوشنبه د لړم پر ۷مه په نادرخان تپه کې پېل کړې ده.

سیمه‌ییزې سرچينې وايي چې د کابل په ځينو سیمو کې د طالبانو له خوا د «ښځینه پولیسو له حضور پرته» کور په کور پلټنه روانه ده.

سیمه‌ییزو سرچینو وایې چې طالبانو کور په کور پلټنه دوشنبه د لړم پر ۷مه په نادرخان تپه کې پېل کړې ده.

د سرچینو په وینا، د طالبانو شاوخوا ۳۰۰ جنګیاليو د «حاجي رشید» په کوڅه کې د خلکو د کورونو پلټنه پېل کړې ده.

د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، ماشومانو په لارو کوڅو کې د طالبانو د پراخ حضور او د دغې ډلې د وېرې له کبله ښوونځي ته له تلو ډډه کړې ده.

سرچينې زياته کړې چې ډېرى ماشومان ویده وو چې طالبان د خلکو کورونو ته ننوتلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې دغې ډلې له تېرې سه‌شنبې راهيسې د کابل په بېلابېلو سيمو کې کور په کور پلټنې پېل کړې دي.

له دې مخکې د کابل اوسېدونکو له خپلو کورونو د پلټنې پرمهال د طالب جنګیالیو له «ناسمه« چلنده شکایت کړی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x