روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۴

په پنجشېر کې یوې پیغلې ځان زندۍ کړی دی

په پنجشېر کې سیمه‌ییزې سرچینو د یوې پیغلې د ځان‌وژنې خبر ورکړی دی.

سرچینې وايي چې دې پیغلې یکشنبه د کب پر ۲۰مه د غرمې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د درې ولسوالۍ په تندخوي کلي کې ځان زندۍ کړی دی.

دا نجلۍ حاکمه نومېده او شاوخوا ۲۶ ورځې وړاندې یې کوژده کړې وه.

سرچینو د دغې پیغلې د ځان‌وژنې لامل «کورنۍ ستونزه» بللې ده.

د سرچینو په خبره، له دې پېښې وروسته طالبانو د حاکمې او د هغه د کوژدن کور محاصره کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په غزني کې هم یوې ناوې ځان‌وژنه کړې وه.

دغې ښځې درې میاشتې مخکې واده کړی و او د خپل پلار کور په حمام کې یې ځان زندۍ کړی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x