روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۲:۲۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۴-۰۲-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 6
تاریخ : ۰۴-۰۲-۱۴۰۳
ساعت : ۰۲:۲۴
: 6

په عام محضر کې ښځو ته پر سزا ورکولو او سنګسارولو د ملا هبت‌الله ټينګار

د طالبانو مشر یو ځل بیا پر هغه څه چې نوموړی یې «د شرعي حدودو تطبیق» بولي ټینګار کړی او ویلي دي چې له دې روسته به شریعت په عملي ډول پلی او ښځو ته به په عام محضر کې سزا ورکړي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو ټلویزیون یکشنبه د وري پر ۵مه د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله ته منسوب یوه غږیزه وینا خپره کړې ده.

نوموړي په دې وینا کې لویدیځوال مخاطب کړي او ویلي دي چې هغوی د «ښځو او حیواناتو» ترمنځ توپیر نه کوي.

هغه زیاته کړې: «موږ د الله حدود نافذوو. دا به ته وایې چې دا د ښځو د حقونو پایماله کېدل دي چې ته یې په ډبرو ولې، سبا به موږ په عام محضر کې د زنا حد تطبیق کوو، ښځې به په ډبرو ولو او رجم کوو به یې. سبا به موږ د الله حدود نافذوو او په عام محضر کې به یې په دُرو وهو.»

هبت‌الله ویلي: «دا ټول ستاسې د ډيموکراسۍ خلاف دي او په دې هر یوه کې به له تاسو سره مقابله کوو.»

نوموړي زیاته کړې: «د غرب خلاف به علما مقابله کوي. دا نن علما و چې دلته یې ډیموکراسي په ځمکه دننه کړه او دا علما و چې دلته یې د غرب بېړۍ ورغرقه کړه.»

د هبت‌الله دا څرګندونې داسې مهال راځي چې خلکو ته په عام محضر کې په بېلابېلو تورونو سزا ورکول ډېر شوي دي.

د یادونې ده چې د طالبانو دا ډول کړنو ته په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه ښودل شوي؛ خو پام ورته شوی نه دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x