روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۰۹

په تخار کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی

په تخار کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو ځوان په مرموز ډول وژل شوی دی.

سرچینو دوشنبه د سلواغې پر ۲۳مه ویلي چې دا ځوان عبدالقهار نومېده او د تخار د دشت‌قلعه ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.

د سرچینو په خبره، عبدالقهار شاوخوا یوه میاشت وړاندې له ترکیې د خپلې کورنۍ لیدو ته راغلی و.

د دغه ځوان مړی نن د دشت‌قلعه ولسوالۍ په «کفترخانه» سیمه کې موندل شوی دی.

ورته مهال، په تخار کې ځايي طالب چارواکي وايي چې په پېښه کې د لاس لرلو په تور یې درې کسان نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په لومړیو کې ناپېژانده وسله‌والو د فاریاب د المار ولسوالۍ په «غلبله» کلي د پخواني حکومت یو پوځي په ډزو وواژه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x