روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۶

په بادغیس کې یوه ښځه په مرموز ډول وژل شوې

په بادغیس کې ځايي سرچینې په مرموز ډول د یوې ښځې د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

سرچینو دوشنبه د کب پر ۲۱مه ویلي چې دا ښځه د بادغیس د دره‌بوم ولسوالۍ په «میان‌کوه» کلي کې په خپل کور کې وژل شوې ده.

وژل شوې مېرمن ۴۵ کلنه وه.

یوه روغتیايي سرچینه هم وايي چې د دغې ښځې په بدن کې د وهلو ټکولو نښې نښانې لیدل شوې دي.

تر اوسه د دې پېښې انګيزه او لامل روښانه نه دی.

طالبانو هم تراوسه په په دې هکله څه ویلي نه دي.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.

تازه بیګاه شپه د مزارشریف د دریمې امنیتې حوزې په اړوند سیمه کې ناپېژانده وسله‌والو یو ځوان وژلی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x