روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۰۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۰۵

پر طالباني رژیم نیوکه؛ طالبانو په ننګرهار کې یو دیني عالم نیولی

سیمه‌ییزې سرچينې په ننګرهار ولايت کې د طالبانو له لوري د يوه ديني عالم د نيولو خبر ورکوي.

سرچينې رسنی ته منلې چې دغه ديني عالم محسن‌الله نومېږي او د یک‌شنبې ورځ، سلواغې پر ۱۵مه د چپرهار ولسوالۍ په «دولتزو» کلي کې د طالبانو له لوري نيول شوی دی.

د سرچینو په وینا، محسن‌الله د تېرې جمعې د لمانځه په خطبه کې د طالبانو پر رژیم نیوکې کړې وې.

سرچینه زیاتوي چې دوې ورځې وروسته د طالبانو استخباراتي ځواکونو دغه دیني عالم نیولی او د یوه «فولډر» ډوله موټر په وسیله یې ناڅرګنده ځای ته لېږدولی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د دغې ډلې پر رژيم د نيوکې له امله ګڼ شمېر کسان نيولي او شکنجه کړي دي.

په وروستۍ پېښه کې دغې ډلې درې ورځې وړاندې د کندز ولایت د جامع عرض‌بیګي جومات خطیب مفتي عبدالشکور حنیف چې د جومات امام او په مدرسه کې یې تدریس کاوه نیولی دی.

مفتي عبدالشکور طالبان په قوم پالنې، ظلم او د هېواد پر بې وزلو وګړو د ناقانونه مالیاتو په زیاتولو تورن کړي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x