روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۲:۰۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۲:۰۱

پر زده‌کوونکو نجونو د محدویتونو لګولو لړۍ دوام؛ طالبانو په خوست کې د زده‌کړو سیمه‌ییز ټولګي وتړل

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په خوست کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د زده‌کړو شاوخوا ۲۰۰ سیمه‌ییز ټولګي تړلي دي.سرچینو یکشنبه د غويي پر ۹مه ویلي چې په خوست کې د طالبانو پوهنې ریاست د دغه ولایت په ولسوالیو کې د زده‌کړو شاوخوا ۲۰۰ ټولګي چې نړیوالو بنسټونو یې ملاتړ کاوه، تړلي دي.د سرچینو په خبره، دغو ټولګیو کې شاوخوا اته زره نجونې پر زده‌کړو بوختې وې او څه باندې ۲۰۰ ښوونکي یې لرل.

په خوست کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې د زده‌کړو شاوخوا ۲۰۰ سیمه‌ییز ټولګي تړلي دي.

سرچینو یکشنبه د غويي پر ۹مه ویلي چې په خوست کې د طالبانو پوهنې ریاست د دغه ولایت په ولسوالیو کې د زده‌کړو شاوخوا ۲۰۰ ټولګي چې نړیوالو بنسټونو یې ملاتړ کاوه، تړلي دي.

د سرچینو په خبره، دغو ټولګیو کې شاوخوا اته زره نجونې پر زده‌کړو بوختې وې او څه باندې ۲۰۰ ښوونکي یې لرل.

سرچینې زیاتوي چې په دې ټولګیو کې هغه نجونې په زده‌کړو بوختې وې چې په تېرو کلونو کې د امنیتي، ټولنیزو، اقتصادي ستونزو او په سیمو کې یې د ښوونځيو نشتوالي له کبله له زده‌کړو پاتې وې.

د یادونې ده چې طالبانو له دې وړاندې هم په کندهار، هلمند او غزني کې د زده‌کړو سیمه‌ییز ټولګي تړلي دي.

طالبانو په تېرو څه کم درېیو کلونو کې د نجونو پر زده‌کړو پرلپسې محدودیتونه لګولي دي.

همدا اوس له شپږم ټولګي پورته په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګېدلی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x