روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۴۹

وروستیو نښتو ته د امریکا غبرګون: طالبان او پاکستان دې خپلو کې خبرې وکړي

پر افغان خاوره د پاکستان له هوايي بریدونو او په درېیو ولایتونو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتو له رامنځته کېدو وروسته، واشنګټن له دواړو خواوو غوښتي څو له زغمه کار واخلي.

سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه ناوخته د کب پر ۲۸مه په یوې خبري ناستې کې ویلي چې دواړه خواوې باید خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند کېرن ژان پیر ویلي چې دواړه خواوې باید خپل اختلافات د خبرو له لارې حل او د ملکیانو خوندیتوب ډاډمن کړي.

ورته مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل ​​هم ویلي چې دواړه خواوې باید حداقل د تلفاتو د پای ته رسېدو لپاره اقدامات ترسره کړي.

پټېل پاکستان یو اړین او کلیدي شریک بللی او ویلي یې دي، کله چې له تروریزم سره د مبارزې او نورو ګډو امنیتي لومړیتوبونو په هکله خبرې کېږي، واشنګټن له اسلام‌آباد سره په منظمه توګه په اړیکه کې دی.

ده د مرګ‌ژوبلې د راپورونو په تړاو ويلي چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ پر پوستې د ځانمرګي بريد او له هغې وروسته په افغانستان کې د نښتو په ترڅ کې د ملکيانو پر وژلو خواشينی شوی دی.

دوشنبه سهار د کب پر ۲۸مه، پاکستان د پکتیکا او خوست پر سیمو هوايي بریدونه وکړل او ادعا یې کوله چې د عبدالله‌شاه په نوم د ټي‌ټي‌پي د یوه قومندان پر مرکز یې برید کړی، هغه پېښه چې څو ساعته وروسته په یو ویډیویي کلېپ کې د دغې ډلې قومندان رد کړه.

په دغو بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته ملکيان ووژل شول او په غبرګون کې یې د پکتيا په انګور اډه، ډنډپټان او د خوست په تنګي ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ سرحدي نښتې پيل شوې.

دا مهال، که څه هم له پرونه راهیسې په دغو سیمو کې نښتې درېدلې؛ خو سرچینې وايي چې دواړه خواوې د تیارسۍ په حال کې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x