روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۴۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۴۴

نورستان کې پر یوه کور د وسله‌وال برید په ترڅ کې درې کسان وژل شوي

 سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په نورستان کې پر یوه کور د یوه وسله‌وال کس د برید په ترڅ د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.

دا پېښه د دوشنبې ورځ، سلواغې پر ۱۶مه د نورګرام ولسوالۍ په «ننګراج» سیمه کې شوې ده.

سرچینې رسنی ته منلې چې په دغه برید کې د یوې لور په ګډون مور او پلار وژل شوي او د دغې کورنۍ یو بل کوچنی زوی ټپي دی.

سرچینه  د دې پېښې لامل کورنۍ دښمني په ګوته کوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تېر کال په وري مياشت کې هم نورستان کې د دوو کورنيو ترمنځ وسله‌واله نښته شوې وه چې په ترڅ کې یې درې کسان وژل شوي وو.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x