روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۱۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۱۱

مولوي عبدالکبیر: هڅه کوو منځنۍ او سوېلي اسیا د رېل پټلۍ او سړک له لارې ونښلوو

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ازبکستاني پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې هڅه کوي منځنۍ او سوېلي اسیا د رېل پټلۍ او سړک پرمټ ونښلوي.د ارګ له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر یکشنبه د غويي پر ۲۳مه په کابل کې د ازبکستان د ترانسپورت وزیر الهام محکموف په مشرۍ پلاوي سره کتلي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ازبکستاني پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې هڅه کوي منځنۍ او سوېلي اسیا د رېل پټلۍ او سړک پرمټ ونښلوي.

د ارګ له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر یکشنبه د غويي پر ۲۳مه په کابل کې د ازبکستان د ترانسپورت وزیر الهام محکموف په مشرۍ پلاوي سره کتلي دي.

عبدالکبیر زیاته کړې چې طالبان د پانګونې په موخه بهرنیو سوداګرو په ځانګړې توګه ازبکستاني پانګوالو ته هر ډول اسانتیاوې برابروي.

نوموړي د طالبانو او تاشکند ګډې هڅې د سیمې د ټيکاو ترڅنګ د اقتصادي ودې لپاره مهمې بللې دي.

په خبرپاڼه کې د محکموف له قوله راغلي چې نوموړي له افغانانو سره د مرستو او همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی.

هغه زیاته کړې چې افغانستان ته د ازبکستان تخنیکي ډلې د راتګ موخه په دغه هېواد کې د اقتصادي فرصتونو موندل او د افغان – ټرانس رېل پټلۍ د عملي چارو پېل دی.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته ازبکستان د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې له دې ډلې سره نږدې اړیکې پالي.

په روانه میاشت کې د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایع خونې له افغان سوداګرو سره د ۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x