روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۶

متقي له اسراییلو سره د سوداګریزو اړیکو د پرې کولو په برخه کې د ترکیې دریځ ستایلی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په یوې ناسته کې له اسراییل سره د دغه هېواد د سوداګریز اړیکو پرې کولو دریځ ستایلی دی.د نوموړي وزارت ویاند ضیااحمد تکل یکشنبه د غويي پر ۱۶مه په خپله اېکس‌پاڼه کې د متقي او په کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال ترمنځ له کتنې خبر ورکړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په یوې ناسته کې له اسراییل سره د دغه هېواد د سوداګریز اړیکو پرې کولو دریځ ستایلی دی.

د نوموړي وزارت ویاند ضیااحمد تکل یکشنبه د غويي پر ۱۶مه په خپله اېکس‌پاڼه کې د متقي او په کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال ترمنځ له کتنې خبر ورکړی دی.

امیرخان متقي د ترکیې له سفیر سره په ناسته کې له ترکیې سره د لاجورد له لارې د سوداګرۍ پېل، د ترکي او افغان سوداګرو په ګډو هڅو په ترکیې او افغانستان کې د ګډو نندارتونونو پر پرانېستلو خبرې کړې دي.

ترکیه هم د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني؛ خو نږدې اړیکې ورسره پالي.

د یادونې ده چې د راپورونو په حواله، ترکیې پر غزې د اسراییل بریدونو په غبرګون کې له دغه هېواد سره خپلې ټولې سوداګریزې اړیکې پرې کړې دي.

ترکي چارواکو ویلي چې دمګړۍ له اسراییل سره د ترکیې صادرات او واردات ځنډول شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x