روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۳۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۳۳

متقي د ازبکستان له سفیر سره په کتنه کې افغان سوداګرو ته پر وخت د ویزو ورکولو غوښتنه وکړه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ازبکستان له سفیر سره په کتنه کې افغان سوداګرو او موټر چلوونکو ته پر وخت د ویزو ورکولو غوښتنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي چهارشنبه د سلواغې پر ۱۸مه په خپله ایکس‌پاڼه کې د امیرخان متقي او په کابل کې د ازبکستان سفیر خواجه یادګار شادمانوف ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.

په دې کتنه کې متقي ویلي، که افغان سوداګرو او موټر چلوونکو ته پر وخت ویزې ورکړل شي، په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې پرمختګ راځي او په خبره یې، له دې سره به دواړه هېوادونه ترې ګټه پورته کړي.

په دې لیدنه کې د دوه اړخیزه سوداګرۍ او د هوکړې پر بنسټ، افغانستان ته د وارداتي برېښنا پر لېږد هم خبرې اترې شوې دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته، یو شمېر سفارتونو د خپلو ډيپلوماتیکو ادارو دروازې وتړلې یا یې خدمات وځنډول.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان خپله د اړتیا وړ ډېره برېښنا له ایران، ازبکستان او ترکمنستان څخه واردوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x