روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۱۱ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۳:۱۱
: 1

طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړی ډيپلومات او د اسلامي جمعیت غړی له څلورو ورځو وروسته خوشې کړ

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په کابل کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالبانو د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي ریاست جګپوړی ډيپلومات سېد نبي نبیل له څلور ورځني بند وروسته خوشې کړی دی.سرچینو له ورځپاڼې سره خبرو کې منلې چې سېد نبي نبیل دوشنبه د غويي پر ۱۰مه له غرمې وروسته د طالبانو استخباراتو له څلويښتم ریاست څخه ازاد شوی دی.نوموړی د غويي پر ۷مه د کابل ښار ۱۵مې حوزې اړوند د مسعود ښارګوټي په سیمه کې له خپل کور څخه نیول شوی و.

په کابل کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالبانو د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د دویم سیاسي ریاست جګپوړی ډيپلومات سېد نبي نبیل له څلور ورځني بند وروسته خوشې کړی دی.

سرچینو له ورځپاڼې سره خبرو کې منلې چې سېد نبي نبیل دوشنبه د غويي پر ۱۰مه له غرمې وروسته د طالبانو استخباراتو له څلويښتم ریاست څخه ازاد شوی دی.

نوموړی د غويي پر ۷مه د کابل ښار ۱۵مې حوزې اړوند د مسعود ښارګوټي په سیمه کې له خپل کور څخه نیول شوی و.

نوموړی چې د جمعیت ګوند غړی هم دی، تر اوسه یې د نیولو لامل څرګند نه دی.

سيد نبي نبيل د تخار د فرخار ولسوالۍ د سنګ‌اتش کلي اصلي اوسېدونکی دی او د تېر حکومت پرمهال په کويټ او سعودي عربستان کې د افغانستان د سفارتونو مرستيال و.

هغه په لومړي مقاومت کې احمدشاه مسعود نږدې کس و او د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې د دغې ډلې تر کنټرول لاندې په بهرنیو چارو وزارت کې دنده لرله او کابل ښار کې یې ژوند کاوه.

د يادونې ده چې طالبانو د خپلې واکمنۍ راوروسته د پخواني حکومت یو شمېر سرتېري نيولي، بنديان او شکنجه کړي او ان په ځينو پېښو کې يې وژلي دي.

طالبانو بیا په وار وار دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x