سیمهییزو سرچینو د سالنګ لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینو رسنی ته ویلي چې دا لویه لار نن چهارشنبه ماښام ۶:۰۰ بجې شاوخوا د توپان او واورې د ورښت له کبله د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
طالبانو هم د سالنګ لارې د تړل کېدو خبر تایید کړی دی.
د سالنګونو د ساتنې رییس محمداغا حکیم ویلي چې د حالت تر عادي کېدو پورې به دا لویه لار تړلي وي.
دا لویه لار کله کله په ژمي کې د واورې د ورښت او توپان له کبله تړل کېږي.
اړوندې لیکنې :
- سالنګ لویه لاره د درنې واورې او توپان له کبله د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه
- د کابل – غور لویه لار د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه
- د کابل-بامیان لویه لاره د واورې ورښت له کبله د تګراتګ پرمخ وتړل شوه
- طالبان وايي، د سالنګ لویه لار به تر دوو اونیو پرانیستل شي
- د کابل – غور لویه لار او له فیروزکوه سره د شپږو ولسوالیو لارې د ترافیکو پرمخ وتړل شوې
- د تورخم په دروازه بې وېزو موټر چلونکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه