روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۳۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۳۱

راشدخان په بغلان کې له سېلاب ځپلو سره یو نیم میلیون افغانۍ مرسته کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ستوري او د ۲۰ اوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان ویلي چې په بغلان کې له سېلاب ځپلو سره یو نیم میلیون افغانۍ مرسته کوي.راشدخان شنبه د غويي پر ۲۲مه په خپله فیسبوک‌پاڼه کې د دې مرستې اعلان کړی دی.

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ستوري او د ۲۰ اوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان ویلي چې په بغلان کې له سېلاب ځپلو سره یو نیم میلیون افغانۍ مرسته کوي.

راشدخان شنبه د غويي پر ۲۲مه په خپله فیسبوک‌پاڼه کې د دې مرستې اعلان کړی دی.

نوموړي لیکلي چې دا مرستې به یې د مرستندویه بنسټ له خوا پر اړمنو وېشل کېږي.

راشدخان زیاته کړې: «موږ به هره ورځ زر سېلاب ځپلو کورنیو ته پاخه شوي خواړه او غذا چمتو کوو او دا به د ۱۵ ورځو لپاره دوام ولري.»

نوموړي پر نورو هېوادوالو هم غږ کړی چې د سېلاب ځپلو لاسنیوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان سوداګر میرویس عزیزي هم له سېلاب ځپلو سره ۵۰ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې ده.

له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې په بغلان کې وروستیو سېلابونو څه باندې ۳۰۰ کسان مړه کړي دي.

په بغلان کې ولسي سرچینې بیا وايي چې یوازې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د مړو شمېر ۲۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x