روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۰۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۰۱

د کابل په لویدیځ کې د «فاحشه‌خانو او کلیساوو» د شتون ادعا؛ طالبانو حسیني مزاري احضار کړ

له هغې وروسته چې څه موده وړاندې د تبیان مرکز مسوول سېدعیسی حسیني مزاري د جمهوریت پر مهال د کابل په لویدیځ کې د سلګونو «فاحشه‌خانو او کلیساګانو» د شتون ادعا وکړه، طالبانو د نوموړي د احضار امر صادر کړی دی.

سرچینو سه‌شنبه د سلواغې پر ۱۷مه رسنی ته منلې چې د کابل د لویديځې سیمې د اوسېدونکو له شکایتونو وروسته، د مزاري د احضار حکم صادر شوی دی.

په دشت برچي کې د طالبانو شپږمې امنیتي حوزې په احضارپاڼه کې له حسیني مزاري غوښتل شوي چې «سبا د سهار ۹:۰۰ بجې حوزې ته حاضر شي او د نه حاضرېدو په صورت کې بیا د شکایت حق نه لري.»

پر حسیني مزاري دا شکایتونه د کابل په لویدیځه څنډه کې د ګذر د وکیلانو، د جوماتونو د ملا امامانو او شوراګانو له لوري ثبت شوي دي.

یو شکایت چې رسنی ته رسېدلی پکې راغلي: «سېدعیسی حسیني مزاري په رضوي ښار (د ایران مشهد) کې په ډېرې بې عزتۍ او سپین سترګۍ د کابل د لویدیځې سیمو او د کابل ټولو درنو اوسېدونکو ته د کفر او فحشا نسبت ورکړی دی.»

د سیمې اوسېدونکو په دې شکایت لیکونو کې د حسیني مزاري ادعا «ستر دروغ» او «ناروا تور» بللی او ویلي دي چې نوموړي «پر یو ستر ملت د نه بښلو وړ تورونه لګولي دي.»

حسیني مزاري او هغه پورې تړلي بنسټونو تر اوسه د دغه امر او له نوموړي د خلکو د شکایتونو په اړه څه ویلي نه دي.

د یادونې وړ ده چې سېدعیسی حسیني مزاري دا څرګندونې د لړم میاشتې په وروستیو کې د ایران په مشهد ښار کې د یو شمېر افغان کډوالو په یوې ناستې کې کړې وې.

نوموړي په هغې غونډې کې ویلي و چې طالبانو «په کابل کې ټولې فاحشه‌خانې او کلیساګانې له منځه وړي دي.»

د نوموړي دې څرګندونو پراخ غبرګونونه راوپارول.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x