روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۳۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۳۸

د ژغورنې نړیواله کمېټه: افغانستان د خبرونو له سرلیکه څنډې ته شوی

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي، په افغانستان کې بشردوستانه اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي؛ خو دا هېواد د نړیوالو له پامه لوېدلی او په خبره یې، پر یو نه هېرېدونکي ناورین د اوښتو له ګواښ سره مخ دی.

دې کمېټې جمعه د سلواغې پر ۲۰مه په یوې ویناپاڼه کې خبرداری ورکړی چې نیم میلیون هغه افغانان چې په جبري ډول له پاکستانه شړل شوي، له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

د ژغورنې د نړیوالې کمېټې په خبره، دمګړۍ په افغانستان کې شپږ میلیونه کورني بېځایه شوي شته چې د دغه هېواد اقتصاد او له ننګونو ډک روغتیايي سیسټم یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

په ویناپاڼه کې راغلي: «د بشري اړتیاوو په ډېرېدا او د خوړو نه خوندیتوب له کبله، افغانستان د خبرونو له سرلیکه لوېدلی او د نه هېرېدونکي ناورین له ګواښ سره مخ دی. د ژغورنې نړیواله کمېټه وېره لري چې له انساني ناورین وړاندې وخت په ختمېدو دی.»

دې کمېټې ټينګار کړی چې نړۍ نه شي کولای افغانستان چې لا هم د څو لسیزو جګړو، اقتصادي ناورین، پرلپسې وچکالۍ او وروستیو ویجاړونکو زلزلو له کبله په ستونزو کې راګیر دی، له یاده وباسي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان وروستۍ شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۳ او د روان کال په جنورۍ کې له ۵۰۸ زره ډېر افغانان له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.

ورته مهال، له ایرانه هم سلګونه زره افغانان له دغه هېواده شړل شوي او دا لړۍ دوام لري.

د راپورونو په حواله، له ایرانه په تېرو ۱۵ ورځو کې ۲۰ زره افغانان ویستل شوي دي.

دغه راز، د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي چې له اسنادو پرته د کډوالو د شړلو پالیسۍ ته په کتو، هغه افغانان چې امریکا ته د تګ لپاره په پاکستان او نورو هېوادونو کې د ځانګړو ویزو په تمه دي، له سختو ننګونو سره مخ دي.

دې کمېټې د بایډن له ادارې غوښتي چې د دغو ویزو د ورکولو چارې ګړندۍ کړي.

د راپورونو په حواله، شاوخوا ۲۵ زره افغانان په پاکستان کې د امریکا ځانګړو ویزو ته په تمه دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x