روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۲۱

«د ځمکې ورځ»؛ ګوترېش: اقلیمي بدلون ځمکه ګواښي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ځمکې ورځې په مناسبت ویلي چې اقلیمي بدلون، د هوا ککړتیا او د ژوند تنوع ځمکه ګواښي.ګوترېش دوشنبه د اپرېل پر ۲۲مه په خپله اېکس‌پاڼه د اقلیمي بدلون او له هغې څخه د رامنځته کېدونکو پېښو پر وړاندې د ځمکې د ساتنې غوښتنه کړې ده.د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې: «د ځمکې په ورځ، موږ باید د خپلې سیارې ملاتړ وکړو؛ هغه سیاره چې د اقلیمي بدلون، ککړتیا او د ژوند تنوع د لاسه ورکولو له کبله ګواښل کېږي. نو موږ باید متحد شو.»د یادونې ده چې افغانستان د هغو ۱۰ هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له کبله ډېر زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ځمکې ورځې په مناسبت ویلي چې اقلیمي بدلون، د هوا ککړتیا او د ژوند تنوع ځمکه ګواښي.

ګوترېش دوشنبه د اپرېل پر ۲۲مه په خپله اېکس‌پاڼه د اقلیمي بدلون او له هغې څخه د رامنځته کېدونکو پېښو پر وړاندې د ځمکې د ساتنې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې: «د ځمکې په ورځ، موږ باید د خپلې سیارې ملاتړ وکړو؛ هغه سیاره چې د اقلیمي بدلون، ککړتیا او د ژوند تنوع د لاسه ورکولو له کبله ګواښل کېږي. نو موږ باید متحد شو.»

د یادونې ده چې افغانستان د هغو ۱۰ هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو له کبله ډېر زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو بنسټونو په وار وار د افغانستان د خلکو پر ژوند د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو په هکله خبرداری ورکړی او په هېواد کې یې د دې اغېزو د مخنیوي لپاره له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۲۸مه غونډه چې د تېرکال د نوامبر له ۳۰مې څخه د ډسمبر تر ۱۲مې په دوبۍ کې جوړه شوې وه، د نړۍ مشرانو، د چاپېریال ساتنې فعالانو، څېړونکو، د لویو او څو ملي شرکتونو مالکانو او د شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو استازو ګډون کړی و.

ورته مهال، افغانستان چې د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ هېواد دی، د یو مشروع حکومت د نه نشتوالي له کبله په دې غونډه کې یۍ د ګډون حق رد شوی و.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x