روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۰۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۰۴

د پروان په فضا کې یو وار بیا د بې‌پیلوټه الوتکې ګزمه

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  په پروان کې سیمه‌ییزې سرچینې یو وار بیا د دغه ولایت په فضا کې د بې‌پیلوټه الوتکې د ګزمې خبر ورکوي.سرچینې ورځپاڼې ته منلې چې دا الوتکه یک‌شنبه د غويي پر ۲مه له شاوخوا ۱۰:۰۰ بجو راپدېخوا د پروان په فضا کې ګزمه کوي.تر اوسه نه ده څرګنده چې دا الوتکه له کوم هېواده د افغانستان هوايي حریم ته دننه شوې ده.

په پروان کې سیمه‌ییزې سرچینې یو وار بیا د دغه ولایت په فضا کې د بې‌پیلوټه الوتکې د ګزمې خبر ورکوي.

سرچینې ورځپاڼې ته منلې چې دا الوتکه یک‌شنبه د غويي پر ۲مه له شاوخوا ۱۰:۰۰ بجو راپدېخوا د پروان په فضا کې ګزمه کوي.

تر اوسه نه ده څرګنده چې دا الوتکه له کوم هېواده د افغانستان هوايي حریم ته دننه شوې ده.

چهارشنبه د وري پر ۲۹مه هم یوې بې‌پیلوټه الوتکې څو ساعته د پروان په فضا کې ګزمه کړې وه.

په دې وروستیو کې نیمروز، کندهار، پکتیکا، پنجشېر، هرات او بدخشان ولایتونه د بې‌پیلوټه الوتکو د ګزمې شاهدان دي.

تر دې دمخه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نيمروز او کندهار په فضا کې د بې‌پيلوټه الوتکو ګزمې منلې وې.

د طالبانو غایب مشر ملا هیبت‌الله اخوندزاده د وري پر ۱۴مه په کندهار د بې‌پيلوټه الوتکو د ګزمو د وېرې له کبله د ۲۰۵ قول اردو اړوند کمپ ته لېږدول شوی و.

تر دې دمخه د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي ادعا کړې وه چې طالبانو د امریکا له استخباراتي قراردادیانو سره همکاري کوي او په کندهار کې یې د امریکايي بې‌پیلوټه الوتکو د الوتنې لپاره یوه اډه جوړه کړې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x