روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۵۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۵۷

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د سپین بولدک-چمن لارې د سملاسي پرانیستلو غوښتنه کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې (اېف‌پي‌سي‌سي‌اېل) مشر عاطف اکرام شیخ وايي چې د سپین بولدک-چمن لارې دواړو غاړو ته زرګونه موټر بند پاتې دي او اسلام‌اباد باید سملاسي دا پوله پرانېزي.ډان ورځپاڼې سې‌شنبه د غويي پر ۲۵مه د اکرام شیخ په حواله لیکلي چې د پاکستان حکومت باید د مالي زیانونو د مخنیوي لپاره دا لار د سوداګریزو توکو پر مخ پرانېزي.

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې (اېف‌پي‌سي‌سي‌اېل) مشر عاطف اکرام شیخ وايي چې د سپین بولدک-چمن لارې دواړو غاړو ته زرګونه موټر بند پاتې دي او اسلام‌اباد باید سملاسي دا پوله پرانېزي.

ډان ورځپاڼې سې‌شنبه د غويي پر ۲۵مه د اکرام شیخ په حواله لیکلي چې د پاکستان حکومت باید د مالي زیانونو د مخنیوي لپاره دا لار د سوداګریزو توکو پر مخ پرانېزي.

هغه زیاته کړه: «د چمن پوله باید سملاسي پرانیستل شي ترڅو د سوداګرو مالي زیانونه کم شي او د خوراکي توکو او درملو په ګډون د اړتیا وړ توکو ته دې له پولې د تېرېدو اجازه ورکړي.»

اکرام شیخ د پاکستان دا کړنه یو بشري ناورین بللی دی.

د اېف‌پي‌سي‌سي‌اېل د مشر په خبره، دا ډول بندیز په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله د پاکستان حکومت واک له منځه وړی او په سرحدي سیمه کې د «امن او نظم د ناڅرګند وضعیت» لامل شوی دی.

هغه وویل: «د سپین بولدک-چمن لاره د سیمې د پیچلې جیو پولیټیکل په زړه کې ده. دا پوله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو مهم ټکی او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د سوداګریز مرکز په توګه یاد یادېږي.

د يادونې ده چې د سپين بولدک-چمن لاره له څلورو مياشتو راپدېخوا د چمن سيمې د اوسېدونکو لاريون او له پاسپورټ او ويزې پرته د تګ‌راتګ د بنديز له کبله تړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د طالبانو له خوا دا لار د ناروغانو پر مخ هم تړل شوې ده.

څو ورځې وړاندې یوې سرچینې  ورځپاڼې ته ویلي و چې طالبانو په «مزلګولي» سیمه کې د ناروغانو پر مخ ځانګړې لاره تړلې ده.

دغه ډله ادعا کوي چې د پاکستاني پوله ساتو د نامناسب چلند له کبله يې دا لاره تړلې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x