روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۵۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۶-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۵۴

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان په خاوره کې مو د اطلاعاتو پر بنسټ عملیات کړي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې کرښې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې دننه یې د اطلاعاتو پر بنسټ «د اورپکۍ ضد عملیات» ترسره کړي دي.

نوموړي وزارت په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا عملیات یې دوشنبه د کب پر ۲۸مه سهار مهال کړي دي.

د خبرپاڼې په حواله، د دغو عملیاتو موخه د حافظ ګل بهادر پورې اړوند جنګیالي و چې له ټي‌ټي‌پي سره په ګډه د پاکستان په دننه کې د څو بریدونو مسوول دی.

دغه وزارت زیاته کړې چې اسلام‌اباد په تېرو دوو کالو کې په وار وار په افغانستان کې دننه د ټي‌ټي‌پي په ګډون د «اورپکو ډلو» حضور په تړاو له طالبانو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته ډېر ارزښت ورکوي. له همدې کبله، د اورپکۍ ګواښ سره د مقابلې لپاره یې تل خبرو اترو او همکارۍ ته لومړیتوب ورکړی دی.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ټي‌ټي‌پي د سیمې امنیت او سولې لپاره «ټولییز ګواښ» بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځيانو له لوري د خوست او پکتیکا پر ځينو سیمو د بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني احضار کړی دی.

نوموړي وزارت پر خوست او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه غندلي او د پاکستان حکومت ته یې یادونه کړې چې «په خپله خاوره تېری په هېڅ ډول نه شي زغملی.»

د راپورونو په حواله، پاکستاني پوځ ویلي چې د افغانستان په ځينو سیمو کې یې د پاکستاني طالبانو غورځنګ مرکزونه د درېیو الوتکو په واسطه چې له ۱۲ څخه زیات لیزر لارښود بمونو یې لېږدول، په نښه کړي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x